کورنیو چارو وزارت: شپږ تنه طالبان ووژل شول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 50450
اداره
دخبریدو نیټه : 2012-07-21

کورنیو چارو وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، د شپږو وسله والو طالبانو د وژل کېدلو او یوه بل د ټپي کېدلو ادعا کوي.

له دغه وزارت نه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې، چې نن د شنبې په ورځ رسنیو ته لېږل شوې، راغلي چې د ملي پولیسو، ملي اردو، ملي امنیت او بهرنیو ځواکونو په اوو ګډو چاڼیزو عملیاتو کې، شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي، یو بل ټپي شوی او درې تنه نور یې هم ملي پولیسو نیولي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه عملیات په تخار، کندهار، زابل، هرات، فراه او هلمند ولایتونو کې شوي دي.

د سرچینې په وینا، په دغو عملیاتو کې ۳۵ کیلوګرامه نشه يي توکي او یوه اندازه وسلې او مهمات، چې ۲۵ بېلابېل ډوله وسلې له څوارلسو شاجورونو سره، یوه پیکا، یوه مخابره، شپېته د درنو وسلو مرمۍ، شپږ سوه د سپکو وسلو مرمۍ، ۳۸ ماینونه، دوه لاسي بمونه، ۷۵۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي پکې شامل دي، د ملي پولیس لاسته ورغلي دي.

دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ننګرهار ولایت پولیسو هم تېره ورځ یو ماین، چې د وسله والو طالبانو له خوا، د دغه ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ ځای پر ځای شوی و، کشف او شنډ کړی دی.

خو وسله وال طالبان هره ورځ رسنیو ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره، د کورنیو چارو وزارت دغه ادعاوې ناسمې بولي او وايي، چې افغان او بهرني ځواکونه تل د وسله والو طالبانو په نامه، ولسي وګړي نیسي، ځوروي او وژنې یې.

خو د کورنیو چارو وزارت د نننۍ ادعا په هکله تر اوسه وسله والو طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلی.